افغانستان د ایران په کوربتوب د رزمي ورزشونو په نړیوالو سیالیو کې دويم مقام وګاټه

افغانستان د رزمي ورزشونو په نړیوالو سياليو کې، چې د ايران هېواد په کوربتوب ترسره شوې، د ۲۷ مډالونو ( ۱۲ د برنزو، ۹ د نقرې او ۶ د طلا) په ګټلو سره، د یادو سیالیو دويم مقام تر لاسه کړ.
دغه سیالۍ د " بشردوستۍ نړیوالې سیالۍ ۲۰۲۵ " په نوم د ایران هیواد په شهرستان کرمانشاه ښار کې ترسره شوې، چې د رزمي ورزشونو په بېلابېلو سبکونو " اوسپورټ، اګسایا، اوګسایا، سومو ټیمي، باولوز... " کې یې مسابقې درلودې.
د یادونې ده، چې په دغو سیالیو کې د ۱۲ هېوادونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې د فيبروري پر ۱۱مه پيل او د همدې مياشتې پر ۱۵مه نېټه پای ته ورسېدې، د دغو سیالیو لومړی مقام ایران او درېیم هغه عراق وګاټه.