افغانستان د اتلانو جام سياليو په خپله دويمه لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۲۲:۵۹
افغانستان د اتلانو جام سياليو په خپله دويمه لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام سياليو پر دوام، په خپله دويمه لوبه کې انګلستان ته د ۸ منډو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

په دغه سيالۍ کې افغان لوبډلې د لوبې پچې په ګټلو سره لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او د خپلو ۷ لوبغاړو پر مټ يې سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې ۳۲۶ منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې يې انګلستان لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۳۱۷ منډې جوړې کړې او د ۸ منډو پر توپير يې ماتې ومنله.

په دغه سيالۍ کې د افغانستان په ګټه ابراهيم ځدراڼ دتوپوهنې په برخه کې له نورو افغانان لوبغاړو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۱۷۷ منډې يې جوړې کړې.

دغه راز د توپ اچونې په برخه کې عظمت الله عمرزي ښه توپ اچونه ترسره کړه او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي يې وسوځول.

د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۵ اتلانو جام کرېکټ سيالۍ د ۸ لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کوربتوب جریان لري.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۱۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۷
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د کې‌ون کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته دارتقأ کمربندونه ته ورکړل شول

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مرکزي حوزې منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS