افغانستان دوه نور د برونزو مډالونه وګټل
محمد عاطف یعقوبي په پاکستان کې د ۵۴ کیلو ګرامه نړیوالو اوپن تکواندو سیالیو نیمه پای لوبې کې خپلو څلورو پاکستاني سیالانو ته ماتې ورکړه، خو له مصري تکواندو لوبغاړي څخه یې ماتې ومنله او د برونزو مډال یې وګټه.
په دې وزن کې د تکواندو دوهم افغان لوبغاړی احمد جواد ځاځی و چې له خپلو پاکستاني سیالانو سره په پنځو بریاوو او له عمان څخه په یوه ماتې سره نیمه پایلوبې ته رسېدلی او د پاکستاني سیال څخه یی ماتې ومنله او د برونز مدال کتونکی شو.
د پاکستان G1 نړیوال اوپن تکواندو سیالۍ د 15 هیوادونو څخه د 422 تکواندو لوبغاړو په 36 ټیمونو کې پرون پیل شوې او دوه ورځې به دوام وکړي.
په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه د تکواندو ۱۹ تنو لوبغاړو ګډون کړی دی.
