افعان تکواندو کار سدیس سکندر درې پاکستاني سیالانو ته په ماتې ورکولو د طلا مډال وګاټه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۷:۳۷
افعان تکواندو کار سدیس سکندر درې پاکستاني سیالانو ته په ماتې ورکولو د طلا مډال وګاټه

د تکواندو اووم پړاو ازادو سیالیو " G2 " پر دوام؛ نن افغان تکواندو کار سدیس سکندر په ۷۳ کیلو ګرامه وزن کې وتوانېده ، چې د درې جلا سیالیو په دوه لومړیو پرلپسې راونډونو کې خپلو درو پاکستاني سیالانو ته ماتې ورکړي او د سرو زرو مډال وګټي.

په دغو سیاليو کې افغان تکواندو کارانو تر دې دمه څلور د طلا مډالونه ګټلي دي.

د تکواندو اووم پړاو ازادې سیالۍ " G2 " د پاکستان په کوربتوب په پلازمینه اسلام اباد کې تر سره کېږي، یادې سیالۍ د ۲۷ هېوادونو په ګډون د فیبروري میاشتې پر ‌‌۱۱مه نېټه پیل شوي او د همدې میاشتې پر ۲۰مه پای ته رسېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۲۱:۴۰
Background image

پکتیا؛ په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بسم الله ځاځي لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۲۱:۳۹
Background image

د موی تای افغان ورزشکارانو د ازبکستان په کوربتوب بین المللي سياليو کې لس مډالونه وګټل

د موی تای افغان ورزشکارانو د موی تای ۲۰۲۵ بین المللي سياليو کې، چې د ازبکستان په کوربتوب وې، دوه د سرو زرو، څلور د سپينو زرو او څلور د برنزو مډالونه وګټل.

له يادو مډالونو څخه علی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۲۱:۳۵
Background image

افغان تکواندو کار د اسلامي هېوادونو د پيوستون سياليو کې د سپينو زرو مډال وګاټه

د اسلامي هېوادونو د پيوستون ۶پړاو سياليو کې افغان تکواندو کار محسن رضایي په منفي ۶۰ کيلوګرامه وزن کې پرلپسې ازبکستاني،عربستاني او ازربايجاني سيالانو ته ماته ورکړه او د سپينو زرو مډال. . .

BACK TO NEWS