ارزگان؛ چهارچینو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۲۴
ارزگان؛ چهارچینو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهارچینو کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې شپنۍ سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د دانش لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پايلوبه کې دانش او النصر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه النصر لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې دانش لوبډلې د ياد هدف په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ يې يووالی رامنځته کول وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

خوست کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند کنډیو صحرا سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شمل زلمیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۱
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریوب سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۵۴
Background image

د ورزش ادارې رهبري د روسيې هیواد د ورزش په ۱۴م پړاو فورم کې د ځینو هیوادونو له ورزشي مسولینو سره ولیدل

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدلله وثیق د روسیې هیواد د ورزش په ۱۴م پړاو فورم کې د روسیې، قطر، مالي هیوادونو له ورزشي مسولینو او استازو سره لیدنې وکړې او پر اړوند ورزشي اړیکو او. . .

BACK TO NEWS