ارزگان؛ په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د غېږ نيونې سيالۍ پای ته ورسېدې
د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د اختريز جام په نوم د غېږ نيونې سيالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ، چې شاوخوا لس ورځې يې دوام وکړ، په پايله کې دووان ځوانانو لوبډلې د ۱۶ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او شاه مشهد لوبډلې د ۱۵ نمرو په ترلاسه کولو سره بيا دويم مقام ترلاسه کړ.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
