ارزگان؛ ترينکوټ ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۶:۴۳
ارزگان؛ ترينکوټ ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د گولډن سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د گولډن سټار او سليمان لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه گولډن سټار لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲۳۱ منډو هدف کېښود، په ځواب کې سليمان لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۱۴ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۱۷ منډو په توپير وبايلله.

دا سيالۍ ورزش د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې او ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د برکه ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري په ياده ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې فلول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

کابل ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پومسه سبک لومړی پړاو او د مبارزه سبک څوارلسم پړاو تکواندو سیالۍ پیل شوې

د هېواد د المپیک، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري په کابل ښار کې د تکواندو مبارزه سبک څوارلسم پړاو ازادې سیالۍ د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په عمري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

خبرتیا!

د بامیان ولایت محترم ورزشي آمریت او د ورزشي فدراسیونونو رهبري!

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو، روزونکو او مرستیال روزونکو د ١٤٠٤ کال د. . .

BACK TO NEWS