ارزګان: د والیبال غوره لیګ سیالۍ دمرکزي الف لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېدې
د ارزګان ولايت مرکز ترينکوټ کې د واليبال غوره ليګ چې د غوره څېرو ټاکلو په موخه پيل شوى وه تېره ورځ د زمري په ٨ نېټه پاى ته ورسېد.
د والیبال دغه سیالۍ د دې ولایت دبدنی روزنی اوورزش امریت په مالی لګښت او والیبال فدراسیون په تخنیکی همکارۍ د ١٢ الف لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې ٢٥ ورځې يې دوام وکړ.
په دې سياليو کې مرکزی الف لوبډلی لومړی مقام، مرکزی ب دوه يم او نواباد درېیم مقام خپل کړ.
په پای د ورزشي امریت لخوا په لوبډلو او ورزشکارانو جایزې کپونه، میډالونه، ستاینلیکونه اوبالونه ووېشل شول.
