ارزګان؛ چهار چینو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۲:۸
ارزګان؛ چهار چینو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په چهار چینو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د مرکز سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د مرکز سټار او مرکز نويو ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه مرکز سټار لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٢ منډو هدف وټاکه. متون نویو ځوانانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ٨٠ منډې وکړې او د ٣١ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ولسوالۍ په کچه د غوره لوبغاړو د موندلو په موخه ترسره شوې، چې جاوید احمد د ۳۰۰ منډو په ترسره کولو سره د دغو لوبو غوره توپ وهونکی او سمیع الله د ۱۶ ویکټو په اخیستلو سره غوره توپ اچونکی وټاکل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۳:۱۳
Background image

خبرتیا!

د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو محترمو ورزشي رئیسانو، آمرینو او د ورزشي فدراسیونونو رهبري

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۵۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٦ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ سیالۍ ترسره

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۵۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د یونی فایټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د یونی فایټ سیالۍ ترسره

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

BACK TO NEWS