ارزګان؛ په مرکز ترینکوټ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ کې د پوهنتون د شپږو پوهنځيو د لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې کمپیوټر ساینس اې لوبډلې خپلې سيالې د شرعیاتو لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريايې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه واليبال ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړی.
