ارزګان؛ مرکز ترینګوټ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۰:۱۴
ارزګان؛ مرکز ترینګوټ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري مرکز ترینکوټ په خانقه سیمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې عابد لوبډلې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې د ۱۰ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره اتفاق لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه په مقابل کې اتفاق لوبډلې ټاکل شوی هدف د څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره په اتو اورونو کې پوره او اتلولي یې خپله کړه.

د سیالیو په پای کې د ارزګان ورزش امریت له لوري غوره لوبغاړو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS