ارزګان؛ مرکز ترينکوټ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۹:۴۳
ارزګان؛ مرکز ترينکوټ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز ترينکوټ ښار کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ لس اوریزې سیالۍ د ګولډن الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پای لوبه د پوهنتون او ګولډن لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. ګولډن لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٢١٣ منډو هدف وټاکه. پوهنتون لوبډلې د هدف په تعقیب کې ١٧٠ منډې وکړې او سیالۍ یې د ٤٢ منډو په توپیر وبایلله.

يادې سیالۍ ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې چې ٤٥ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۲۰
Background image

دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ځغاستې اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د ځغاستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۲
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۰
Background image

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن در شهر زرنج برگزار شد

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن از سوی مدیریت بازی‌های ملی و محلی در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت نیمروز، در مرکز شهر زرنج برگزار شد.

در این‌ رقابت ها ۱۰ تن حریفان خود را شکست. . .

BACK TO NEWS