ارزګان؛ خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مرکزي لوبډلې د ٢ پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې سعادت لوبډلې ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دغه سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوې دي، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.
