اتحاد لوبډله په غور کې د تولک فوټبال خزاني جام سیالیو اتلولي وګټله

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۷/۲۷ - ۲۰:۲
اتحاد لوبډله په غور کې د تولک فوټبال خزاني جام سیالیو اتلولي وګټله

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د فوټبال خزاني جام سیالۍ چې ١٥ ورځې ورځې مخکې د نهو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د اتحاد او سادات لوبډلو ترمنځ په ټاکلي وخت کې مساوي شوه؛ خو په پنالټیو کې اتحاد لوبډلې د ٤ پر ٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ په تولک ولسوالۍ کې د ورزش د ودې په موخه ترسره شوې او په پای کې د ياد ولايت د ورزشي آمريت له لوري اتلې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه، توپ او ورزشي لباس او بوټان ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS