اتحاد توچي لوبډلې د قرباغ فوټسال د یووالي جام اتلولي وګټله

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۷ - ۱۱:۳۷
اتحاد توچي لوبډلې د قرباغ فوټسال د یووالي جام اتلولي وګټله

د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د فوټسال دا سیالۍ چې میاشت وړاندې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې د "اتحاد توچي" لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د غزني ولایت د فوټبال د مسولینو په خبره د سیاليو په پای لوبه کې "اتحاد توچي" د "طلوع ده بدي" پر وړاندې لوبه وکړه چې درې د صفر پر وړاندې يې "طلوع ده بدي" ته ماتې ورکړه او د دې ټورنمنټ اتلولي يې وګتله.

د لوبې په وروستیو کې د ورزشي مسولانو له لوري بریالۍ لوبډلې ته کپونه او مډالونه هم ورکړل شول.

د مسؤلینو په خبره د دې لوبو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی او د فوټبال لوبې ته پراختیا ورکول دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS