آریا لوبډلې د هرات د باسکټبال ۳/۳ پسرلنۍ سیالۍ وګټلې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۱۰:۳۹
آریا لوبډلې د هرات د باسکټبال ۳/۳ پسرلنۍ سیالۍ وګټلې

په هرات ولایت کې د ۱۷ لوبډ‌لو ترمنځ د باسکټبال سیالۍ چې د ځوانانو او آزاده برخه کې پیل شوې وې، د آریا لوبډلې په اتلولۍسره پای ته ورسیدې.

په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د هرات ولایت د سپورت مسوولینو سربیره، د باسکټبال فدراسیون مسؤولینو،استازو، ګڼ شمیر ورزشکارانو او مینه والو ګډون کړی و.

د سياليو په پاى کې آریا لوبډلې د دې سياليو اتلولي وګټله او د سرخ پوشان لوبډلې یې دويم مقام خپل کړ.

دسیاليو په پای کې د مسوولینو له لوري ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپونه او نغدي ډالۍ وویشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۳۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره لوبډلې خپله دویمه لوبه هم بایلوده

د فوټبال تر شلو کلونو کم عمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال اتلولي سیالیو کې خپله دویمه لوبه ازبکستان ته ته د ٢ - ٠ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان لوبډله به د دغو سیالیو درېیمه لوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۶
Background image

پکتیکا؛ سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سر روضه ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عصمت زاولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS