غزني کې د څلورو ولسوالیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جغتو ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۱:۱۷
غزني کې د څلورو ولسوالیو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جغتو ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د خواجه عمري ناهور، جغتو او د رشیدان ولسوالیو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې دوې ورځې مخکې پيل شوې وې د جغتو ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د جغتو ولسوالۍ لوبډلې خپلې سیالې خواجه عمري ولسوالۍ لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ولسوالیو ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۱
Background image

بلخ ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې اتفاق لوبډلې د یو پر صفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افتخار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۷
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ. . .

BACK TO NEWS