کندز کې د ۶۰ تنو پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۱:۵۳
کندز کې د ۶۰ تنو پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د کندز ښار په سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۶۰ تنو پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې ۳۰ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د پهلوانانو جسمي وړتيا لوړول او د يوې سالمې تفريح برابرول وو او په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS