کندهار کې د اتو ښوونځيو ترمنځ د ټاپي جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۱:۵۳
کندهار کې د اتو ښوونځيو ترمنځ د ټاپي جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د کندهار ښار په غازي محمد ايوب خان ورزشي لوبغالي کې د اتو غوره لوبډلو ترمنځ د "ټاپي جام" په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو سياليو کې د حاجي نیکه، میرویس خان نیکه، احمد شاه بابا، تجربوي، فاضل کندهار ، تیمور شاهي، عبدالطیف او عبدالاحد کرزي ښوونځيو لوبډلو گډون کړی، چې په لومړنۍ لوبه کې حاجي نيکه لوبډلې خپلې سيالې عبدالاحد کرزي لوبډلې ته د ۱ پر صفر گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۸
Background image

کابل کې د ورزش ادارې د رهبري او ورزشي خبریالانو ترمنځ د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په پلازمېنه کابل کې د رسنیو له استازو او ورزشي خبریالانو سره د همغږي ګډه ناسته ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۴
Background image

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

کابل کې به له ورزشي خبریالانو سره د همغږي ناسته په څو شېبو کې پیل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۲:۴۲
Background image

جوزجان کې د فټنس او د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فټنس او د بدن ښکلا فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د فټنس او د بدن ښکلا اتم پړاو. . .

BACK TO NEWS