پکتيا کې د درېيو ولايتونو ترمنځ د معارف جام په نوم د سوک وهنې دوستانه سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۱:۱
پکتيا کې د درېيو ولايتونو ترمنځ د معارف جام په نوم د سوک وهنې دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولي له لوري د مرکز گرډېز ښار په ورزشي جمنازيوم کې د درېيو ولايتونو د ۶۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د معارف جام په نوم د سوک وهنې دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

په يادو سياليو کې له لوگر، خوست او کوربه پکتيا ولايتونو څخه ورزشکارانو د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو کې گډون کړی وو، چې په پايله کې پکتيا ولايت ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د غوره ورزشکارانو موندل وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS