ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکېټ سیالۍ د ابو کاتب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ابو کاتب او سکي سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سکي سټار لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د خپلو شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۲۳ منډو هدف وټاکه. ابو کاتب لوبډلې ټاکلی هدف د خپل یو لوبغاړي په له لاسه ورکولو سره د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د نهو په توپیر یې خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.