کندز؛ په کلباد ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ د روح الله نظري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په يادو سياليو کې له مرکز او ولسوالیو څخه لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې روح الله نظري لوبډلې خپلې سيالې باسوسو لوبډلې ته د ۲۵ پر ۱۵ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يو شپه يې دوام وکړ.