خوست؛ په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۴۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۰:۲
خوست؛ په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۴۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ په دلپوريو سيمه کې د ۴۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې دوه نيمې مياشتې مخکې پيل شوې وې د خوست واحد نور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې خوست واحد نور لوبډلې خپلې سيالې کابل شاهد لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته ۴۰٫۰۰۰ زره افغانۍ او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۲۰٫۰۰۰ افغانۍ د انعام په توگه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS