کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۶:۳
کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز محمود راقي کې له مرکز، حصه اول او حصه دویم ولسوالیو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې له حصه دویم کوهستان ولسوالۍ کمال د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، میرویس دویم او سمیر درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅوول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS