زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک رزمي لوبو لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۳۱
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک رزمي لوبو لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د اتو ولایتونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک لومړی پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د پکتیکا، کابل، غزني، کندهار، ارزګان، خوست، پکتیا او نیمروز ولایتونو د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ۵۰ لوبغاړو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې زابل ولایت لومړی، نیمروز دویم او کندهار بیا درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۴۷
Background image

هلمند؛ کجکي ولسوالۍ کې د شپږو ولسوالیو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په کجکي ولسوالۍ کې له شپږو ولسوالیو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د هلمند ولایت د شمالي او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۸
Background image

بغلان؛ ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې له تخار، کندز، سمنګان، بلخ، پنجشېر،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په کجران ولسوالۍ کې له مرکز او د کجران ولسوالۍ له کليو څخه د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې. . .

BACK TO NEWS