خوست کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۸
خوست کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند تاترې سیمه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د ګربزو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې تاترې، نبي ورغه، شاهین او ګربزو منتخبې لوبډلو ګډ‌ون کړی و، چې پایلوبه یې د ګربزو منتخبې او شاهین کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او په پایله کې یې ګربزو منتخبې لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د نویو ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، او په پای کې یې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د غزني مرکز کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

کندز؛ امـام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال الـف ليگ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليگ گروپي سیالۍ د اتحاد سرقطغن. . .

BACK TO NEWS