کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د درېوو ولايتونو ترمنځ د کيک بوکسنگ ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۹:۳۲
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د درېوو ولايتونو ترمنځ د کيک بوکسنگ ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست او د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مديريت په گډه همغږۍ په يادې ولسوالۍ کې د درېوو ولايتونو د ۸۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د کندز منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه د نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو کې د کيک بوکسنگ ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې له تخار، بغلان او کندز ولايت څخه ورزشکارانو گډون کړی و، چې په پايله کې کندز د ۱۵ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، تخار د ۱۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره دويم او بغلان بيا د ۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام خپل کړ.

د يادولو وړ ده، چې د يادو سياليو په پای کې لس تنه غوره ورزشکاران د کندز ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول، چې په راتلونکې کې به د هېواد په کچه ملي سياليو کې گډون وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۵۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۴۶
Background image

کابل؛ ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فوټسال جمنازيوم پرانيستل شو

د کابل ولايت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د حاجي حامد رجبي او ډاکټر صلاح الدين صديقي په مالي لگښت د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د "امیر حمزه" په نوم د فوټسال معياري جمنازيوم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

BACK TO NEWS