دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۳۰
دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د خزاني جام په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د حکمت کتوب او جهش خواجه چاشت لوبډلو ترمنځ په ټاکلي وخت کې مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټیو کې د حکمت کتوب لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۵/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ ورزش ته وده ورکول و، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS