خوست؛ په صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې دوه میاشتې یې دوام وکړ، د سین الله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته د یعقوبیو افسرخان او شیخ محمدی سین الله لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې سین الله لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳۱-۲۵ نومرو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.