خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال چلنج کپ سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۹:۲۱
خوست کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال چلنج کپ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند تڼیوال تفریحي پارک کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال چلنج کپ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د متون ورداخېلو او معلم جان کاروان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې متون ورداخېلو لوبډلې د ۲ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.

د سیالۍ د راتلونکي فوټبال غوره لیګ سیالیو ته د چمتو والي په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵
Background image

افغان ورزشکارانو د کورش اسیایي سیالیو کې د برنزو درېیم مډال هم وګاټه

د کورش ۱۵م پړاو اسیایي سیالیو کې احمد ظاهر سروري په ۱۰۰ کیلو ګرام وزن کې هندي سیال ته ماته ورکړه؛ خو د ازبکستاني سیال پر وړاندې یې ماته ومنله او د برنزو مډال ګټونکی شو.

دغو سیالیو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲
Background image

تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د يووالي جام په نوم د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د. . .

BACK TO NEWS