بلخ؛ حیرتان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حیرتان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د سپين زر لوبډلې خپلې سیالې عقاب لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅوول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.