کابل؛ په استالف ولسوالۍ کې اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدلسواې

د کابل ولايت په استالف ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ د واليبال ټاکنيزې سيالۍ د متحد استالف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ يوه اوونۍ وړاندې په استالف عالي لېسه کې پيل شوې وې، چې په پايلوبه کې متحد استالف لومړی، مولوي يعقوب شاه لوبډلې دويم او اتفاق استالف لوبډلې درېيم مقام خپل کړ.
هېره دې نه وي چې ددغو سياليو موخه د يادې ولسوالۍ په کچه د منتخبې لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو موندل ياد شوي دي.