دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د خزاني جام په نوم د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پا یلوبه کې د امید مهر لوبډلې خپلې سیالې اریانا مهر لوبډلې ته د ۵/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوتسال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.