تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۷۵ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ۷۵ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۳۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د کورش سیالیو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
