غزني؛ مرکز کې د ۱۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۳۸
غزني؛ مرکز کې د ۱۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بوکسنګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د بوکسنګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې ۱۳ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي مقامونه ترلاسه کړل او د غزني ولایت د بوکسنګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د غزني ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې یو ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري ټاکل شوو ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS