کابل؛ د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک اتلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۲:۱۶
کابل؛ د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک اتلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د جمناستیک ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جنمازیو کې د کابل ښار له پنځلسو کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک اتلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دغه سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې پنځلس ورزشکاران د مشرانو له کټګورۍ، دولس ورزشکاران د ځوانانو له کټګورۍ او شل ورزشکاران د تنکیو ځوانانو او نویو ځوانانو له کټګوریو څخه د کابل ښار جمناستیک منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د کابل ښار جمناستیک منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې تمه ده دوې میاشتې وروسته به په ملي لوبو کې هم ګډون وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د غزني مرکز کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

کندز؛ امـام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال الـف ليگ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليگ گروپي سیالۍ د اتحاد سرقطغن. . .

BACK TO NEWS