خوست؛ ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۱۱
خوست؛ ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند اکاکلي سیمه کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د دڼیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د دڼیو او اکاخېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې دڼیو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو اوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٧ منډو هدف وټاکه. اکاخېلو لوبډلې د خپلو اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ٩٩ منډې وکړې او د ١٨ منډو په توپیر یې سیالۍ وبایلله.

یادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې چې یوه میاشت يې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS