ننګرهار؛ خېوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۹:۳۳
ننګرهار؛ خېوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په خېوې ولسوالۍ کې ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د خېوې مرکزي او سید جمال الدین لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. خېوې مرکزي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٧٥ منډو هدف وټاکه. سید جمالدین لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یوازې ٩٦ منډې وکړې او د ٧٨ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

يادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي چې شل ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٢ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۹
Background image

پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس د هندوستان له شارژدافیر سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق، کابل کې د هندوستان هېواد شارژدافیر یتین پټیل سره وکتل او پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه لیدنه. . .

BACK TO NEWS