میدان وردګ؛ جلرېز ولسوالۍ کې د پنځو کلپونو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ تر سره شوې.

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۹:۲۷
میدان وردګ؛ جلرېز ولسوالۍ کې د پنځو کلپونو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ تر سره شوې.

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او سپورت امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د پنځو کلبونو (۴۰) پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ تر سره شوې.

دغو سياليو کې اتحاد تکانه، جلرېز زیبا، علي مولا، زبیر ځواک او جلرېز ځوانانو لوبډلو پهلوانانو د ۲۰ کيلوګرام څخه تر ۸۴ کيلو ګرام وزنونو کې ګډون کړی وو.

د دغو سياليو په پايله کې د جلرېز زيبا لوبډلې د نهو سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو لومړی او اتحاد تکانه لوبډلې د اووه سرو زرو مډالونو په ترلاسه کولو دويم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه د پهلوانۍ ورزش ته د لوبغاړو هڅوول او وده ورکول و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS