تخار؛ مرکز تالقان کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو څوارلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۷:۱۳
تخار؛ مرکز تالقان کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو څوارلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د تکواندو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او د ځوانانو په عمري کټګوریو کې د تکواندو څوارلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې له هرې کټګورۍ ۱۳ تنه ورزشکاران، چې ټول ۴۰ ورزشکاران کېږي د تخار ولایت د تکواندو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه له هرې کټګورۍ د تخار ولایت د تکواندو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS