کندز؛ په قلعه ‌ذال ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۰:۱۶
کندز؛ په قلعه ‌ذال ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، کورش فدراسیون او قلعه ذال ولسوالۍ د ورزشي مسولینو له لوري په آقتيپې ورزشي لوبغالي کې د ځوانانو او لویانو په عمري کټګوريو کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د نوري ګروپ په نوم د کورش پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې په ٣٥ کیلو ګرامه وزن کې غلام محمد پهلوان، په ٤٠ کیلو ګرامه وزن کې رحمت الله پهلوان، په ٤٥ کیلو ګرامه وزن کې عبدالرحیم، په ٥٠ کیلو ګرامه وزن کې عصمت الله پهلوان، ٦٠ کیلو ګرامه وزن کې قاري نعمت الله پهلوان، په ٦٦ کیلو ګرامه وزن کې حمید الله پهلوان، په ٧٣ کیلو ګرامه وزن کې قاري انور پهلوان، په ٨١ کیلو ګرامه وزن کې بشیر قلعه ذالي پهلوان، په ٩٠ کیلو ګرامه وزن کې حفيظ پهلوان او په ١٠٠ کیلو ګرام وزن کې الله مراد پهلوان لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو موخه د کندز ولایت په کچه د منتخبې لوبډلې لپاره د ورزشکارانو چمتوالی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS