هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۰:۱۱
هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په گل آغا بازار سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د يووالي په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې ۳۵ ورځې مخکې پيل شوې وې، د جانان زړگي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د جانان زړگي او هلمند بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې جانان زړگي لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې هلمند بازانو لوبډلې يواځې ۱۳۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۲ منډو په توپير وبايلله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د بېلابېلو فدراسيونونو ورزشکارانو له لوري زړه راښکونکي نندارې ترسره شوې.

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز سپين زر لوبغالي کې د ااا د بیا واکمنېدو د ۵مې کاليزې په مناسبت د بېلابېلو فدراسيونونو ورزشکارانو له لوري زړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۳
Background image

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ گډ ورزشي نمایشات ترسره شول. پهٔ یادو نمایشاتو کې د کونگفتوا، سوک وهنې، کراټې او جمناستیک ورزشکارانو برخه اخيستې وه.

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ گډ ورزشي نمایشات ترسره شول. پهٔ یادو نمایشاتو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د جمناستیک، واليبال، بدن ښکلا، واليبال او نورو ورزشي څانګو ورزشي نندارې تر سره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په کامه، خوږياڼو او پچيراګام ولسواليو کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د جمناستیک، واليبال، بدن ښکلا، واليبال. . .

BACK TO NEWS