باميان؛ په يکاولنگ ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې او لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۹:۱۵
باميان؛ په يکاولنگ ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې او لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ښاروالۍ ادارې په گډه همکارۍ د يکاولنگ ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ سيمه ييزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د تيږې اچوونې او د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په تيږې اچوونې سياليو کې ۳۰ ورزشکارانو برخه اخيسته وه، چې په پايله کې علي جعفر لومړی او محمد عدالت دويم مقام ترلاسه کړ او همدرانگه د ده ترڅنگ په لاس چپه کولو سياليو کې ۲۰ تنو ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې علي جعفر لومړی او سيد محمد بيا دويم مقام خپل کړ.

ياده دې وي، د دغو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته د اتلولۍ حکمونه او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS