هلمند؛ په ناوې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ په سرخدوز سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال گروپي سيالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د نوراني ازاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې نوراني ازاد لوبډلې خپلې سيالې احمدي ځوانانو لوبډلې ته د ۱/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.