د هېواد د ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله د اسيا مرکزي سياليو د اتلولۍ ګټلو وروسته هېواد ته راغله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۸:۵۵
د هېواد د ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله د اسيا مرکزي سياليو د اتلولۍ ګټلو وروسته هېواد ته راغله

د هېواد د ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډلې د اسيا مرکزي (کافا) سياليو د اتلولۍ ګټلو وروسته هېواد ته راغله او د ورزش ادارې، فوټبال فدراسیون له لوري يې تود هرکلی وشو.

په دغو ښه راغلاست مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، ياد رياست پخوانی رييس انجنير نظر محمد مطمئین، د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د هېواد ورزش ادارې او فوټبال ملي فدراسیون مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيک ملي کمېټې اجراييه رييس داد محمد پاينده اختري، د ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني، ورزش ادارې مسوولينو ، کارمندانو، د رسنيو کار کوونکو، ورزشکارانو او زيات شمېر مينوالو ګډون کړی وو.

په دغو سياليو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق ټولو راغلو کډونوالو ته د مبارکي تر څنګ وويل: « دا چې د فوټبال ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د مرکزي اسیا ( کافا ) سياليو کې پرلپسې نورو هېوادونو ته ماتې ورکړې او سيالۍ يې وګټلې، چې بلاخره د مرکزي اسیا ( کافا ) جام يې ترلاسه کړ، تر هرڅه مخکې د دغو سياليو اتلولي مبارکي دغو ورزشکارانو ته، د دوی کورنيو ته او د افغانستان هېواد ټول مومن ولس ته وایم. په دې هيله، چې په راتلونکي کې هم زموږ ورزشکاران په نړۍ کې د ورزش په برخه کې ښه وځلېږي.»

همدارنګه وثيق زياته کړه: « له دې لاسته راوړنو او پرمختګونو څخه څرګنديږي، چې د ورزش په برخه کې د ورزش ادارې پوره پوره ملاتړ او يو ښه مدیریت شته. زه د ورزش ادارې په نماينده ګۍ ټولو ورزشکارانو او په ځانګړي ډول هغو فدراسيونونو ته، چې د افغانستان لپاره يې افتخارات ترلاسه کړي دي ډاډ ورکوم، چې د ورزش ادارې په لاس کې هر څه وي له دوي څخه به يې درېغ نه کړو. »

ورپسې د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې روزونکي استاد الياس منوچهر خبرې وکړې او وويل: له بدني روزنې او ورزش ادارې څخه مننه کوم، چې موږ سره په هره برخه کې ملاتړ او مرسته کړې او تل يې موږ هڅوولي يوو، دا د افتخار ځای دی، چې زموږ ورزشکارانو په ښه ځوان مردۍ سره د کافا سياليو اتلولي وګټله او دوی ته روښانه راتلونکی غواړم.

د يادولو وړ ده، چې د هېواد د ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله څو ورځې مخکې د فوټبال ملي فدراسيون په ملاتړ او د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د اسيا مرکزي (کافا) سياليو د ګډون په موخه د تاجکستان هېواد ته تللې وه، چې نن له اتلولۍ ګټلو وروسته هېواد ته راغله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS