خوست کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۴:۴۸
خوست کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ورغه کلي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت به دوام وکړي، د مهدي خېلو لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د مهدي خېلو او خوشحال درمان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې خوشحال درمان لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۸۴ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې مهدي خېلو لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت بلخ ولسوالۍ کې آزادي د پنځمې کلیزې په مناسبت د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې.

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت بلخ ولسوالۍ کې آزادي د پنځمې کلیزې په مناسبت د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې.

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۲۰
Background image

د بلخ‌ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د آزادي د پنځمې کلیزې به مناسبت ورزشي جشن ترسره شو.

د بلخ‌ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د آزادي د پنځمې کلیزې به مناسبت ورزشي جشن ترسره شو. په دغه جشن کې د ۳۶ ورزشي فدراسیونونو زرګونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ۱۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ دوستانه سيالۍ وشوې.

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ننگرهار او لغمان ولايتونو ۱۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ دوستانه سيالۍ وشوې.

BACK TO NEWS