غور؛ د هندوکش عقابان د غر ختنې لوبډلې د سياه کوه غرونو لوړې څوکې ته وختله
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د هندوکش عقابان غر ختنې څلور کسيزه لوبډله د اتحاد او يووالي د پیغام رسولو په موخه د فيروزې ښار اړوند د سياه کوه غرونو ۳۵۰۰ متري په واټن کې لوړې څوکې ته وختله.
دغو د غر ختنې سياليو يو ورځ دوام وکړ، چې د بادغيس ولايت يوه لوبغاړي هم په کې ګډون کړی و.
د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو او د غر ختونکو ترمنځ اتحاد، يووالی او د سالمې اړيکې درلودل و.