سرپل کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۰:۴۳
سرپل کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او والسوالیو د۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټاکنیزې سیالۍ، چې څو ورځې مخکې پيل شوې وې د اتحاد سوزمه قلعه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پابلوبه کې د اتحاد سوزمه قلعه لوبډلې خپلې سیالې رویا روی لوبډلې ته د ۳ پر صفر میدانونو پر توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د افغانستان ا.ا د بیا واکمنېدو د درېیمې کلېزې نمانځل و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٢ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۹
Background image

پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس د هندوستان له شارژدافیر سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق، کابل کې د هندوستان هېواد شارژدافیر یتین پټیل سره وکتل او پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه لیدنه. . .

BACK TO NEWS