غزني؛ مرکز جاغوري ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال دوستانه سيالۍ ترسره شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ورزشي مديريت له لوري د ياد ولايت مرکز په جاغوري ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د درېيمې کليزې په وياړ د فوټسال دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې د منتخب سنګماشه لوبډلې خپلې سیالې استقلال لوبډلې ته د ۴ پر ۱ ګولونو پر توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا يې خپله کړه.
د دغو سياليو په پايلوبه کې د غجور بازار منتخبې لوبډلې خپلې سیالې ګيلان رسنه منتخبې لوبډلې ته د ۷ پر ۱ ګولونو پر توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د درېيمې کليزې نمانځل و.
