هلمند، نيمروز لوبډلې د څلور اړخيز فوټسال جام سياليو اتلولي وگټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۱۶
هلمند، نيمروز لوبډلې د څلور اړخيز فوټسال جام سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرشک ولسوالۍ په ورزشي جمنازيوم کې د څلور اړخيز فوټسال جام سيالۍ، چې دوې ورځې مخکې پيل شوې وې، د نيمروز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې د نيمروز، کندهار، لښکرگاه او کرشگ لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې نيمروز لوبډلې خپلې سيالې گرشک لوبډلې ته د ۴/۷ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو غوره لوبغاړی منصور احمد، غوره گول وهونکی فيصل خان او غوره گول ساتونکی ذبيح الله ونومول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS